دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 258597
په هرات کې شاوخوا ۶۰۰ سرتیري له روزنیز کورس څخه فارغ شول
د هرات ولایت د لوړ پوړو سیمه ییزو او امنیتي چارواکو په حضور کې د اسلامي پولیسو په روزنیز مرکز کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ۵۸۰ تنو سرتیرو د روزنیزو کورسونو له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په دې مراسمو کې چې د سنبلې په ۲۲ مه نېټه د شیخ نوراحمد اسلام جار په حضور کې ترسره شول؛ د هرات والي دغو سرتېرو ته په خطاب کې وويل: تاسو د اسلامي امارت وياړلي مجاهدين ياست او ټول ملت پر تاسو وياړي.
 
هغه زیاته کړه: که څوک ستاسو د خلکو او دین په وړاندې ودریږي، په ټول قوت سره ورسره وجنګیږئ.
 
له بلې خوا مولوي محمد اسماعیل هدایت؛ د لوېديځ زون د پوليسو د روزنيز مرکز قوماندان هم وويل: دغه فارغان د لوېديځ زون له يو شمېر ولايتونو څخه دي، چې د فقهې، له ځانه دفاع او جګړې، عملياتي تاکتيکونو، اصولو او له خلکو سره د چلند، د لاريونونو د کنټرول څرنګوالي په برخو کې کورسونه تر لاسه کړي دي.
 
ويل کيږي چې په تير يوه کال کې دا د امنيتي سرتيرو دفراغت دويم پړاو دى چې په دغه مرکز کې له روزنيزو کورسونو له تيرولو وروسته د فراغت سند ترلاسه کوي .
 
https://avapress.com/vdcb9wb5zrhbssp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته