دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 258856
د اوکراین څلور سیمې له روسیې سره یوځای کېږي
د اوکراین د څلورو بېلتون غوښتونکو سیمو مشرانو چې اوس د روسیې په ولکه کې دي، د دغو سیمو د یوځای کېدو لپاره د ټولپوښتنې د ترسره کېدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: اسوشیټیډ پریس د سه شنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۰ مه خبر ورکړ چې رایه اچونه به په لوهانسک، خرسون، زاپورزیه او دونیتسک سیمو کې ترسره شي.
 
د جمعې په ورځ د رای ورکولو پیل وروسته له هغه اعلان شو چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې متحد د سه شنبې په ورځ وویل چې دې ته اړتیا ده.
 
د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدیف هم ویلي چې د لوهانسک او دونیتسک په ګډون د ختیځ اوکراین د روسیې په خاوره کې ورګډېدل به د دوی له سره رسم شوي سرحدونه "نه بدلیدونکي" کړي.
 
د راپور له مخې، میدویدیف زیاته کړه چې له روسیې سره د لوهانسک او دونیتسک له الحاق وروسته به مسکو وکولای شي چې د دوی د دفاع لپاره له هرې لارې کار واخلي.
 
په عین حال کې، متحده ایالاتو دمخه د روسیې حکومت تورن کړی چې د اوکراین د بیلتون غوښتونکو سیمو د یوځای کولو لپاره جعلي ټولپوښتنه ترسره کوي.
 
https://avapress.com/vdcjioe8muqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته