دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 259725
ډیویډ سپرال په افغانستان کې د کاناډا نوی استازی وټاکل شو
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د دغه هېواد پخوانی سفیر ډیویډ سپرال؛ د افغانستان لپاره د کاناډا نوی استازی وي.
افغان غږ خبری آژانس: د کاناډا یو جګپوړی دیپلومات او په کابل کې د دغه هیواد پخوانی سفیر ډیویډ سپرل د افغانستان لپاره د کاناډا د ځانګړي استازي په توګه غوره شوی دی.
 
په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې چې کاناډايي ځواکونه په افغانستان کې حضور درلود، ډیویډ سپرال په کابل کې د اوتاوا د سفیر په توګه دنده ترسره کوله.
 
دغه کاناډايي ډيپلومات په تايلند، ناروې، منګوليا او ليبيا کې د اوتاوا د سفير په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
 
په افغانستان کې د جمهوري ریاست له سقوط او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته کاناډا په کابل کې خپل دیپلوماتیک ماموریت پای ته ورساوه. خو په ځینو مواردو کې کاناډايي ډیپلوماټانو له افغانستانه بهر د اسلامي امارت له چارواکو سره تماسونه درلودل.
 
https://avapress.com/vdcf01d0tw6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته