دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 259749
چین له شمالي کوریا سره د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا لري
په داسي حال کي چي په ختیځې اسیا په سیمه کې کړکېچ زیات شوی، د چین ولسمشر د شمالي کوریا مشر ته په یوه لیک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، یووالي او همکارۍ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د شمالي کوریا رسنیو نن یکشنبه (۲۴ میزان) د شي جین پینګ د چین ولسمشر له لیک څخه چي کیم جونګ اون ته یی لیږلي؛ خبر ورکړ وکړ.
 
د شمالي کوریا دولتي ټلویزیون KCNA راپور ورکړی چې شي جین پینګ ته لیکلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو، یووالي او همکارۍ زیاتولو غوښتنه کړې.
 
د دغه راپور له مخې، په دغه لیک کې د چین ولسمشر ویلی چې د پیونګ یانګ او کیم جونګ اون ترمنځ نږدېوالی تر بل هر وخت ډېر مهم دی او د چین او شمالی کوریا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه یې پر خپلې خوښې ټینګار وکړ.
 
د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې، شي جين پينګ په دغه ليک کې ليکلي چې هغه غواړي "د خلکو او د هغوی هېوادونو ته د لا زياتې خوښۍ د برابرولو او همدارنګه د سيمې او د نړۍ په نورو سيمو کې د سولې او ثبات د دفاع په برخه کې ستره ونډه واخلي."
 
د جمعې په ورځ د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ماو نينګ د شمالي کوريا د وروستيو اقداماتو او د سيول د غبرګون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې د تاوتريخوالي له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي او د خبرو اترو د بيا پيل لپاره شرايط برابر کړي.
 
مخکې، ولادیمیر پوتین؛ د روسیې ولسمشر د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته په یوه لیک کې ویلي چې مسکو او پیونګ یانګ به د ګډو هڅو له لارې هر اړخیزې او رغنده دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي.
 
https://avapress.com/vdcba9b59rhbszp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته