دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 259829
هرات کې ۱۸ زره ښوونکي استخدام شوي/ مولوي ثاقب: دوه زره ښوونکي د آزاد سیالۍ له لاري استخدام کیږي
د هرات د پوهنې ریاست وايي، دا مهال شاوخوا ۱۸ زره ښوونکي په تدریس بوخت دي، خو معارف دوه زره ښوونکو او ۴۰۰ نورو ښوونځیو ترمیم ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د پوهنې رئیس مولوي شهاب الدین ثاقب وايي چې اوس مهال د هرات په ښوونځیو کې ۱۷۸۰۴ ښوونکي تدریس کوي.
 
ده دغه راز څرګنده کړه: دهرات معارف دوه زره تنو ښوونکو ته اړتيا لري چې د اداري اصلاحاتو په عمومي آزموينه کې د استاذانو د سيالۍ له لارې به پوره شي.
 
د هرات د پوهنې رييس زياته کړه: پخوا د عمومي ازموينې له لارې ١٣٩٠ بستونه اعلان شوي وو، چې ٦٠٩ تنه په دې ازموينه کې بريالي شوي او د هغوى د استخدام پروسه روانه ده.
 
ده همداراز ټینګار وکړ چې اوس مهال په هرات کې خیالي ښوونکي نشته او دغه ریاست توانېدلی چې د هرات په ټولو ولسوالیو کې ټول خیالي ښوونکي او محصلین له منځه یوسي.
 
نوموړي په هرات کې د کتابونو د کمښت د ستونزې د حل په اړه هم خبرې وکړې او يادونه يې وکړه، چې سږ کال پر زده کوونکو ٣ ميليونه کتابونه وېشل شوي دي.
 
خو د هرات د پوهنې رئيس د دې خبرو په دوام کې په دغه ولايت کې د ښوونځيو د ترميم له نشتوالي اندېښنه وښوده او ويې ويل: دا مهال شاوخوا څلور سوه ښوونځي له ترميم پرته شتون لري، چې زده کوونکي يې په کورونو، تر خيمو او جوماتونو کې زده کړې کوي.
 
هغه په ​​دغه ولايت کې د ښوونځيو د ترميمولو په برخه کې د څو بنسټونو د همکارۍ خبر ورکړ او ويې ويل: د څو ښوونځيو د ترميم کار روان دى.
 
مولوي ثاقب همداراز ټینګار وکړ: هیڅ ښوونکی حق نه لري چې یو زده کونکی وهي او یا یې وګواښي او که د استادانو له خوا د شاګردانو د ناوړه چلند، تهدید او وهلو کومه بیلګه ولیدل شي، د پوهنې ریاست به یې په جدي توګه تعقیب کړي.
 
نوموړي په دغه ولايت کې د ښوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې د ستونزو د حل يادونه هم وکړه او څرګنده يې کړه، چې اوسمهال د ښوونکو معاشونه مياشتني ورکول کېږي او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.
 
هرات ولایت د هېواد یو له علمي او کلتوری ولایتونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې یې د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcauonuo49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته