دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 259830
افغانستان یو ځل بیا په نړۍ کې د تر ټولو بې ارزښته پاسپورټ لقب خپل کړ
د نړۍ د پاسپورتونو په وروستۍ درجه بندۍ کې افغانستان یو ځل بیا د دغه جدول په پاي کې راغلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د نړۍ د پاسپورتونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورت ۱۱۲ مقام خپل کړی او په نړۍ کې تر ټولو بې اعتباره پاسپورټ بلل شوی دی.
 
په دې درجه بندۍ کې چې د «هینلي ګلوبل» انسټیټیوټ لخوا ترسره شوې، د جاپان پاسپورت د ۱۹۳ نمرو په لرلو سره د تر ټولو قیمتي پاسپورت په توګه د جدول په سر کې ځای لري. سنګاپور، جنوبي کوریا او جرمني په ترتیب سره دویم، دریم او څلورم ځای لري.
 
په دغه جدول کې له پاکستان، سوریې او عراق وروسته افغانستان په ۱۱۲م ځای کې دی.
 
په تېرو څو کلونو کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو بې ارزښته پاسپورټ اعلان شو.
 
د يادونې وړ ده، چې د تېر حکومت له نسکورېدو څه باندې يو کال وروسته افغان پاسپورټ د جمهوري رياست په لوګو سره چاپېږي.
 
له څه باندې یو کال وروسته هم اسلامي امارت د نړۍ د هیوادونو او نړیوالو مجلسونو له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.
 
https://avapress.com/vdcc1oqix2bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته