دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 259864
په بدخشان پوهنتون کې د نجونو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو
د بدخشان پوهنتون محصلینو نجونو د سیمه ییزو لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړ.
افغان غږ خبری آژانس: دغه نندارتون پرون (دوشنبه، میزان ۲۵) د بدخشان پوهنتون په تالار کې د لسګونو نارینه او ښځینه محصلینو په شتون سره پرانیستل شو.
 
د دغه نندارتون تنظيموونکو د خپلو لاسي صنايعو د معرفي کولو پر مهال له دولت او هم له نړيوالو بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
 
د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس معز الدين احمدي رسنيو ته وويل، چې دغه نندارتون د زده کوونکو نجونو له خوا جوړ شوى او دى له دغه نوښت څخه ملاتړ کوي.
 
په همدې حال کې دبدخشان پوهنتون رئيس پوهاند نقيب الدين غازيزاده ددغه نندارتون دجوړولو هرکلى وکړ او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کې به هم ددغه شان نندارتونونو دجوړولو ملاتړ وکړي .
 
https://avapress.com/vdcjmhe8xuqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته