دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 259929
په تخار کې د وریجو په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی
د تخار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال د دغه ولایت له کروندو څخه څه باندې ۱۱ زره ټنه وریجې راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس: د تخار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس رحیم الله احدی وایی چې سږ کال د وریجو له ۹۲۰ هکتاره ځمکې څخه ۱۱ زره او ۲۵ ټنه وریجې ترلاسه شوی دی.
 
  د هغه په ​​وينا، تېر کال په تخار کې د وريجو حاصلات ١٠١١٥ ټنه وو.
 
تخار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د وریجو کښت یې په مرکز او ولسوالیو کې ترسره کیږي.
 
https://avapress.com/vdcb59b59rhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته