دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 259974
روسیې له ناټو سره د مخامخ جګړې خبرداری ورکړی
په داسې حال کې چې ناټو له روسیې سره د جګړې لپاره له اوکراین سره په مستقیمه او پراخه توګه هر ډول پوځي مرستې ته دوام ورکوي، مسکو له ناټو سره د روسیې د مستقیمې جګړې د لوړ خطر خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: ماریا زاخارووا؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې ناټو اوکراین ته د وسلو او پوځي مرستو په ورکولو سره «له روسیې سره د مستقیمې پوځي جګړې خطرناکې کرښې» ته نږدې شوې ده.
 
هغه د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر ٢٠ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ناټو غړي هېوادونه د وسلو او مهماتو په رسولو، د معلوماتو په برابرولو، د پرسونل د روزنې او کییف ته د جنګي عملیاتو د ترسره کولو د لارښوونو په صادرولو کې له یو بل سره سیالي کوي.
 
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې له اوکراین سره د لویدیځ پوځي مرستې ۴۲،۳ میلیارده ډالرو ته رسیدلي چې له دې جملې څخه ۲۸،۳ میلیارده ډالر د امریکا له خوا ورکړل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ناټو د شاوخوا پنځوسو غړو هېوادونو د دفاع وزیران د دغه سازمان په مرکز بروکسل کې سره راټول شوي وو او له اوکراین سره یې د پوځي او مالي مرستو ژمنه وکړه.
 
د امريکا د دفاع وزير لويد آسټن د اکټوبر په ١٢مه په جوړه شوې غونډه کې وويل، دغه هېوادونه متحد او هوډمن دي چې له اوکراين سره د دفاعي توان په پياوړتيا او د دغه هېواد د فوري او اوږدمهالو اړتياوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
 
د امریکا د دفاع وزیر هیله څرګنده کړې وه چې د اوکراین د پوځ په ملاتړ به دغه پوځ وکولای شي په راتلونکي ژمي کې له روسیې څخه خپله خاوره بیرته واخلي.
 
په داسې حال کې چې لویدیځ د پوځي مرستو په ورکولو سره په اوکراین کې د جګړې له دوام سره مرسته کوي، پر ایران تور لګوي چې روسیې ته د اوکراین د زیربنا د په نښه کولو لپاره جنګي او کامیکاز ډرون الوتکې ورکوي او پر ایراني چارواکو او بنسټونو بندیزونه لګوي.
https://avapress.com/vdcbz9b5arhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته