دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 260204
په فاریاب کې د الکترونیکي تذکرو د وېش ادارې ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي
د فاریاب ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د ۲۶ زره کسانو لپاره د برېښنايي تذکرو د وېش د دوو مرکزونو له لارې د برېښنايي تذکرو د خدمتونو د بیا پرانستلو او چمتو کولو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د فاریاب ولایت د احصایې او اطلاعاتو اداره توانیدلې ده چې د برښنایی تذکرو له بیا پرانیستلو وروسته څه باندې ۲۶ زره نویو غوښتونکو ته د الکترونیکی تذکرو د اخیستو لپاره خدمات وړاندې کړی.
 
دغه دفتر د ميمنې ښار په مرکز کې فعال دى او له طرزالعملونو څخه وروسته د مراجعينو اسناد د دوو وېش مرکزونو او مسايلو له لارې ترلاسه کوي او د هغوى پېژندپاڼې وېشي.
 
مولوي عبدالباري اضغري؛ د فارياب ولايت د احصايې او اطلاعاتو رييس وايي: د برېښنايي تذکرو د وېش د مرکزونو له پرانېستلو وروسته دې رياست څه باندې يوولس ميليونه او ١٣٠ زره افغانۍ عوايد د دولت خزانې ته جمع کړي دي.
 
د هغه په ​​وينا، په دې ولايت کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز د څلورو مېرمنو په ګډون د ٤٩ کارکوونکو په لرلو سره د شاوخوا ٣٥٠ کسانو بايومټريک معلومات ثبتوي او د برېښنايي تذکرو د وېش نورې اسانتياوې ورته برابروي.
 
ښاغلی اضغری زیاتوي، چې د نوې تذکرې د وېش ترڅنګ په دغه ولایت کې له وېش وروسته نورې خدماتي څانګې هم فعالې دي او هېوادوالو ته د تذکرې د ثبت، د نکاح ثبت، طلاق او د ماشوم زیږون په څېر خدمات وړاندې کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې «اسلامي امارت» اعلان کړی و چې له نن څخه به د نوي نظام له نوم او نښان سره برېښنايي تذکرې وېشل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjyye8xuqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته