دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 260218
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا له ایرلنډ سره لوبه کوي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به سبا د جمعې په ورځ له ایرلنډ سره په اسټرالیا کې د ۲۰۲۲ کال د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې مخامخ شي.
افغان غږ خبری آژانس - د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د یوې مهمې او پرېکنده لوبې لپاره د ایرلینډ له ملي لوبډلې سره مخامخ کیږي. د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبه پرون (عقرب ۴) د باران له امله لغوه شوه او دواړو لوبډلو یوه یوه نمره ترلاسه کړه.
 
که افغانستان سبا له ايرلينډ څخه لوبه وګټي نو درې نمرې به ولري. خو که ايرلينډ وګټي نو د افغانستان راتلونکي پړاو ته د تلو چانس به ډېر کم وي ځکه چې دوی لا هم په الف ګروپ کې په وروستي ځای کې دي.
 
د سږني شل اوریز نړیوال جام په درجه بندۍ کې افغانستان په نړۍ کې لسم او ایرلنډ په ۱۲م ځای کې دی. خو هغه څه چې د ايرلينډ برتري وښودله د پرونۍ لوبه وه چې د انګلستان پياوړې لوبډلې ته يې ماتې ورکړه. خو په پرونۍ لوبه کې باران د ایرلینډ په بریا کې رول ولوباوه ځکه چې وروستي شپږ اوورونه چې ډیری یې د تیز بالرانو لخوا ترسره کیږي لغوه شول او ایرلینډ د DLS میکانیزم پراساس ګټونکی اعلان شو.
 
د تېرې شنبې په لوبه کې افغان لوبډلې انګلستان څخه ماته وخوړله.
 
د کرېکټ ورلډ کپ په لړ کې به نن درې لوبې کېږي. سویلي افریقا د بنګله دیش په وړاندې، هند د هالینډ خلاف او پاکستان د زیمبابوې په وړاندې.
 
د کرکټ د ۲۰ اورونو نړیوال جام د اکټوبر په ۲۴مه په استرالیا کې پیل شو او د نومبر تر ۲۲مې به دوام وکړي.
 
https://avapress.com/vdcez78wvjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته