دخپریدو نیټه :شنبه ۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 260282
په هېواد کې د شري او اسهال له امله تر ۴۵۰ ډېر کسان مړه شوي دي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې په تېرو لسو میاشتو کې ۳۷۸ کسان د شري ناروغۍ له امله مړه شوي او ۷۶ نور د شدید اسهال له امله مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شری او شدید اسهال د خپریدو په اړه نوی راپور خپور کړی دی. د روغتیا د نړیوال سازمان د ۱۰ مخیز راپور پر بنسټ، چې د جمعې په ورځ (عقرب۶) خپور شو، د تېر کال له زمري میاشتې راهیسې په افغانستان کې د شري ناروغۍ ۷۱ زره او ۹۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې د مړو شویو کسانو شمېر ۷۱ تنو ته رسېدلی دی. ۳۷۸ کسان چې د دغو ناروغیو ډېری قربانیان له پنځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان دي
 
د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې په تېرو ۸ اونیو کې په منځنۍ کچه د شري د شکمنې پېښې ۵۴۱ پېښې وې.
 
دغه سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې د شري ناروغۍ ټول افغانستان اغېزمن کړی، خو د بدخشان، کابل، ننګرهار، کندز، هلمند، تخار او هرات ولایتونه تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.
 
شدید اسهال یوه بله ناروغي ده چې په افغانستان کې یې د خپریدو په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې یادونه شوې ده. د دې ناروغۍ د ودې لامل وچکالي او پاکو اوبو ته نه لاس رسی دی.
 
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، د روان کال د ثور له میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۲۰۴ زره ۱۱۶ تنه په شدید نس ناستي اخته شوي او ۷۶ تنه یې له امله مړه شوي دي.
 
دغه راپور زیاتوي چې په افغانستان کې د اسهال په ناروغۍ د اخته کسانو ۵۴.۹ سلنه او شاوخوا ۸۰ سلنه یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
 
د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په ۱۵۳ ولسوالیو کې د نس ناستې پېښې ثبت شوې دي.
 
په داسې حال کې چې د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د شري او حاد اسهال د زياتوالي خبر ورکوي، په ځانګړې توګه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې، د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو تر دې مخکې ويلي وو، چې په افغانستان کې څه باندې ۲۴ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري، چې له دې ډلې يې ۱۳ ماشومان ميليونه دي.
 
https://avapress.com/vdcfcxd00w6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته