دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 260483
په مزارشريف کې د اسلامي هنرونو نندارتون پرانستل شو
په مزارشريف کې هنرمندانو د "حديث عشق" تر سرليک لاندې له اسلامي محتوياتو سره د هنري نندارتون په ترڅ کې د دريو ورځو لپاره ۱۸۰ هنري اثار نندارې ته وړتندي شو.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: دغه درې ورځنی نندارتون نن (پنجشنبه، عقرب ۱۲) د مزارشریف ښار فردوسی کتابتون کې پرانیستل شو، چې په لومړۍ ورځ یې سلګونو ښاریانو د نموړي نندارتون څخه لیدنه وکړه.
 
په دغه نندارتون کې د الله تعالی، د اسلام د پیغمبر نومونه او صفات د هنر په بڼه نندارې ته ایښودل شوي دي.
 
د دغه نندارتون د تنظیم مسؤل سهیل ذهاب افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغه نندارتون د هنر له لارې د الهي پیغام د رسولو په هدف جوړ شوی دی.
 
هغه زياته کړه، چې په دې نندارتون کې د ده له ورکشاپ څخه د ٥٠ هنرمندانو اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
 
په همدې حال کې هغه هنرمندان چې په دې نندارتون کې يې خپل اثار نندارې ته ايښي دي وايي چې په دې وروستيو کې د دوى مالي ستونزو دوى اندېښمن کړي او خلک يې د پخوا په پرتله کم هنرونه اخلي.
 
١٤ کلن محمد شفيق چې د رسول الله (ص) د نوم تختې يې رنګ کړې، وويل: موږ د تختې په جوړولو ډېرې پيسې لګوو، خو خلک نه غواړي چې په مناسبه بيه يې واخلي.
 
په دغه نندارتون کې شامل هنرمندان له حکومت څخه د ملاتړ غوښتنه کوي او وايي، که حکومت ورته د نندارتون د جوړولو او د دوی د آثارو د پلورلو زمينه برابره نه کړي، نو له ګڼو مالي ستونزو سره به مخ شي.
 
هنرمندان هم شکایت کوي چې اسلامي امارت دوی ته د مخونو د رنګولو اجازه نه ورکوي او دې مسئلې د دوی د کار یوه برخه ننګولې ده.
 
په ورته وخت کې د دغه نندارتون لیدونکي هم د هنرمندانو ملاتړ غواړي او وايي هغه لاسونه چې ساعتونه یې د هنر په جوړولو کې هڅې کوي د ستاینې وړ دي او باید ملاتړ یې وشي او د دوی ستونزې هوارې شي.
 
https://avapress.com/vdcivuarpt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته