دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 260788
په بامیان کې د څه دپاسه ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو پروژو کار پیل شو
د بامیان ولایت په مرکز کې د یوې مرستندویه موسسې له خوا د اوبو لګولو او سیلابونو د کنټرول درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د اسلامی فلاحی موسسې رئیس کرام الدین برفکی د چهارشنبې په ورځ د عقرب په ۱۸ مه د دغو پروژو د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې دغه پروژې د ۱۸،۵ میلیونه افغانیو او څه د پاسه درې زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
 
ښاغلي برفکي زیاته کړه: "د دغو پروژو له ډلې څخه دوه یې د اوبو کانال وو چې شاوخوا ۷۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي او یوه له دغو پروژو څخه چې د بامیان ولایت په مرکز کې د اژدر په سیمه کې پیل شوې، څه باندې ۱۰۰۰ کورنۍ ترې برخمنې شوې دي."
 
د دغه انستيتوت د رئيس په وينا، دغه کانالونه په دې موخه جوړ شوي، چې کروندګر کرنيزو اوبو ته لاسرسى ولري او د سيلابونو له امله د رامنځته شويو زيانونو مخه ونيسي.
 
خو د دې پروژې ګټه اخیستونکي وايي، چې د دغو کانالونو په جوړېدو سره د دوی ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.
 
د باميان ولايت د مرکز اړوند د خوشک کلي اوسېدونکی سيد محمد په خپله سيمه کې د اوبو د کانال د جوړېدو هيله څرګنده کړه او ويې ويل، هيله من دی چې په راتلونکو کلونو کې به هغه ځمکې چې کرنيزې پاتې دي، بېرته ورغوي.
 
د دې پروګرام يو بل ګټه اخيستونکى حاجي ضيا وايي، چې له نېکه مرغه سږ کال يې د دې سيمې سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره کړې، چې په تېرو کلونو کې يې سلګونه جريبه ځمکه چې د اوبو د کمښت له امله يې کرنيزه پاتې شوې وه، بېرته کرل شوې ده.
 
د اوبو رسولو دوه پروژې د حیدرآباد او خوشک په کلیو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د بامیان ولایت په اژدر سیمه کې د سیلابونو د کنټرول یوه پروژه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. ملیون افغانی
 
په همدې حال کې بامیان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون او اوږدې وچکالۍ له امله ځپل شوی او پر کرنې یې د اوسېدونکو د تکیه له امله اوسنی وضعیت د خلکو د اقتصاد او ژوند د راتلونکې په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.
 
https://avapress.com/vdcg7z9x7ak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته