دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 260896
ترکیې سږ کال څه باندې ۵۷ زره افغان کډوال ایستلي دي
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې له روان کال راهیسې له دغه هېواده څه باندې ۱۰۱ زره ناقانونه کډوال ایستل شوي، چې شاوخوا ۵۷ زره یې افغانان دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې یې ۱۰۱۵۷۴ تنه ناقانونه کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.
 
ویل کیږي چې په دوی کې تر ۵۷۰۰۰ ډیر افغانان وو چې بیرته راستانه شوي دي.
 
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د اخراج شوو کډوالو شمیر د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
اناتولیا خبري آژانس هم په خپل راپور کې ویلي، چې سږ کال ټولټال ۵۷۱۷۴ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د ناقانونه کډوالو د راتګ له څپې سره مخ دی او ویل کېږي، چې ډېری کډوال ایران، پاکستان او ترکیې ته تللي دي.
 
باید وویل شي، چې افغان کډوال خپل منزل ته د رسېدو په لاره کې له ګڼو ستونزو او خنډونو سره مخ دي.
 
څه موده وړاندې د یونان پولیسو ادعا وکړه چې د ترکیې پولیسو تر ۸۰ زیات افغان کډوالو سره ډیر بد سلوک کړي.
 
https://avapress.com/vdcgyz9x3ak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته