دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 260906
د سپین بولدک په پوله کې د اسلامي امارت ځواکونو له پاکستاني پوځیانو سره نښته وکړه
خبری سرچینو د قندهار ولایت د سپین بولدک په پوله کښې د اسلامی امارت د عسکرو او پاکستانی پوله ساتو ځواکونو ترمینځ د نښتې خبر ورکړی دی. ويل کيږي چې په دې نښته کې چاته زيان نه دى اوښتى.
افغان غږ خبری آژانس: د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد هاشم محمود ویلي، چې د افغان پوله ساتونکي ځواکونو د پاکستان له پوله ساتونکو سره نښته کړې ده. هغه زياته کړه، چې دغه پېښه د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې او چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
 
دغه نښته په داسې حال کې رامنځته کيږي چې تېره اوونۍ په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو د ناوړه چلند خبرونه خپاره شول چې د اسلامي امارت د چارواکو له توند غبرګون سره مخ شول.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغان کډوالو په وړاندې د دغه هیواد په سند ایالت کې د پاکستاني پولیسو چلند د منلو وړ نه دی او په کلکه یې غندو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت ځواکونو له پاکستاني پوله ساتونکو سره نښته کړې وه.
 
https://avapress.com/vdciuuarqt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته