دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 261219
د خصوصي روغتونونو وړیا خدمتونه د بې وزلو خلکو لپاره ګټور دي
د مزارشريف ښار د يوه خصوصي روغتون مشر وايي: خصوصي روغتونونه او د هېواد ټول ډاکټران بايد په کال کې يوازې يوه ورځ هېوادوالو ته وړيا خدمات وړاندې کړي، ځکه زموږ ګران هېوادوال له بد اقتصادي حالت سره مخ دي او په هیواد کې د کار زمینه کمه شوې ده، دا ډول کړنې د خلکو سره مرسته کولی شي.
افغان غږ خبری آژانس - د بلخ د نادرعالمی روغتون رئیس ډاکتر احمد روین علومی د هیواد د یوه وتلی استاد پوهاند نادر علمی د شهادت د لومړی تلین په مناسبت د دغه روغتون د وړیا خدمتونو په اړه وویل. د عقرب په ۲۸مه د ډاکټر نادر علمي د شهادت د لومړۍ تلین په مناسبت خلکو ته وړيا خدمات وړاندې کړ.
 
ده په دوام وويل: زموږ دغه اقدام د مزارشريف ښار له دولسو ناحيو څخه څه ناڅه دوه سوه ناروغان دلته راغلل.
 
هغه وویل: د هېواد خصوصي روغتونونه او ټول ډاکټران بايد په کال کې يوازې يوه ورځ هېوادوالو ته وړيا خدمات وړاندې کړي، ځکه زموږ ګران هېوادوال په ناوړه اقتصادي وضعيت کې دي او په هېواد کې د کار زمينه کمه شوې او دا ډول اقدامات له خلکو سره مرسته کولى شي.
 
په ورته وخت کې دغه روغتون ته یو شمېر ناروغان وویل، چې خلک د معایناتو او درملو د ورکړې توان نه لري او د بې وزلو خلکو لپاره وړیا طبي خدمات ښه خبره ده او دا ښيي چې ګران ډاکټران له خپلو خلکو سره دي.
 
دوی وویل: د ډاکټرانو او خصوصي روغتونونو له خوا وړیا طبي خدمات د خلکو د روغتیايي ستونزو لویه برخه هواروي او د نورو روغتونونو له خوا د دغه بهیر دوام د بې وزلو خلکو لپاره ګټور تمامیدای شي.
 
د يادونې وړ ده، چې يو کال وړاندې په همدې ورځ انسان تښتوونکو د افغانستان د طبي علومو يو تکړه کارکوونکى استاد نادر علومي له خپل کور څخه وتښتاوه او څه موده وروسته يې د دغه کس جسد د هغه کورنۍ ته وسپارل.
 
https://avapress.com/vdcgqq9xyak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته