دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 261273
د رئیس الوزرا مرستیال: افغانستان چمتو دی چې د سویلي اسیا هېوادونه له منځنۍ اسیا سره وصل کړي
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د چين د شپږم نړيوال نندارتون د پرانيستلو په مراسمو کې وويل چې افغانستان چمتو دى چې د سوېلي اسيا او منځنۍ اسيا د هېوادونو تر منځ د ترانزيټي اتصال يوه نقطه شي.
افغان غږ خبری آژانس: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د چین د شپږم نړیوال نندارتون په مراسمو کې وویل چې اوس د افغانستان له لارې د ټرانزیټ لپاره زمینه برابره شوې ده.
 
هغه زیاته کړه: "افغانستان بشپړ چمتووالی لري چې د سویلي او مرکزي اسیا د نښلولو نقطه او همدارنګه د ټرانزیټ لاره شي او د افغانستان پولې د سیمه ییزې سوداګرۍ لپاره خلاصې دي."
 
ملا عبدالغني برادر د سويلي اسیا پر هېوادونو غږ کړی چې خپل سوداګریز توکي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته صادر کړي.
 
د اسلامي امارت دغه جګپوړي چارواکي په افغانستان کې د امنیت د تامین او د جګړې د پای ته رسیدو په ډاډ سره یادونه وکړه چې د سترو سیمه ییزو پروژو د کار د بیا پیل لپاره د پانګونې، سیمه ییز اتصال او د هېوادونو د همکارۍ زمینه برابره شوې ده.
 
ملا برادر څرګنده کړه: "په افغانستان کې شته امنیت او باور د یوې سترې سیمه ییزې پروژې لکه ټاپي د کار د چټکتیا لپاره زمینه برابره کړې ده او له دې وروسته د کاسا ۱۰۰۰، ټاپ اوټوټاپ پروژې به بیا پیل شويترڅو د نورو پروژو د پیل لپاره هم چاپیریال برابر شی.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه: د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته جګړه پای ته رسېدلې او په ټول افغانستان کې امنیت تامین شوی او له همدې امله د هېوادونو ترمنځ د سیمه ییز اتصال او همکارۍ په برخه کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده. "
 
ښاغلي برادر ویلي، چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اراده نه لري او دا مسئله د چین له ځانګړنو څخه ده.
 
هغه وویل: د چین ځانګړتیا دا ده چې په سیمه کې هیڅ تخریبي پلان او سیاسي اجنډا نه لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، د نړۍ په ګټه ده چې اقتصاد یې پیاوړی شي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد په دې مراسمو کې وویل چې په دې نندارتون کې له افغانستان څخه ۹ شرکتونو ګډون کړی او د هېواد تولیدات یې په ۱۵ غرفو کې نندارې ته ایښي دي.
 
هغه زياته کړه: "په دې نندارتون کې به غالۍ، قيمتي صنعتي توکي، وچه مېوه او يو شمېر نور توکي نندارې ته وړاندې شي، چې له نېکه مرغه زموږ د هېواد او نورو هېوادونو ترمنځ به سوداګريزې اړيکې لا پراختيا ومومي."
 
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د ویزې د ورکړې په برخه کې د ستونزو له امله په دغه نندارتون کې د افغانستان له دننه څخه سوداګرو ته نه دي حاضر شوي.
 
ويل شوي چې د چين شپږم نړيوال نندارتون به د نومبر تر ۲۲مې نېټې پورې دوام وکړي. په دغه نندارتون کې د هېواد د غالۍ، جلغوزو، زعفرانو او د هېواد قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په پنځلسو غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcguq9xwak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته