افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي دي چې د امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده په حکم د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت پخوانی مرستیال شیخ محمد قاسم خالد، د کابل ولایت د والي په توګه وټاکل شو.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې مولوي ظاهر خان خادم د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستيال وټاکل شو.
څه موده وړاندې د هبت الله اخندزاده په حکم د کابل ولایت پخوانی والي ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو د وزیر په توګه وټاکل شو.
په دې وروستیو کې اسلامي امارت په دولتي ادارو کې ډېر بدلونونه راوستي، چې حبیب الله اغا د پوهنې وزارت سرپرست او نورالله منیر د دارالافتاء د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.