دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 262161
سوداګر باید با کیفیته کورني تولیدات تولید کړي/ اسلامي امارت باید دایمي نندارتون جوړ کړي
د "زموږ هیواد زموږ تولیدات نندارتون" د پرانیستې په مراسمو کې ویناوالو ټینګار وکړ چې سوداګر باید خپل تولیدات په نړیوالو معیارونو برابر او با کیفیته محصولات تولید کړي؛ اسلامي امارت باید د محلي تولیداتو د ملاتړ په موخه په کابل کې دایمي نندارتون جوړ کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د «زموږ هیواد، زموږ تولیدات نندارتون» د پرانیستې مراسم د صنعت او سوداګرۍ وزارت، روشن مخابراتي شرکت، اطلاعاتو او کلتور وزارت او د اوسپني فابریکي د اتحادیه، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې او د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د اسلامي امارت د مسؤلینو، سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو په ګډون د کابل په انټرکانټینینټل هوټل کې جوړه شوه.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس یونس د دغه نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې وویل: د اسلامي امارت د قانون له مخې هیوادوال باید له نندارتون څخه لیدنه وکړي.
 
هغه وویل چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره غوره شرایط برابر شوي او له بهرنیو پانګوالو څخه غواړو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
هغه د دې په څرګندولو سره چې پانګوال دې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي، زیاته کړه: هېوادوال دې د افغان سوداګرو د تولیداتو د ملاتړ لپاره له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
 
نوموړي په هېواد کې د تولیدي توکو له ټولو سوداګرو او شرکتونو څخه وغوښتل، چې خپل تولیدات د نړیوالو معیارونو سره سم تولید کړي او با کیفیته محصولات تولید کړي.
 
د ملي سوداګرو له ډلې څخه رحیم الله سمندر هم وویل: افغانستان د نړۍ له هغو دریو هیوادونو څخه دی چې تر ټولو ښه او لوړ کیفیت زعفران تولیدوي.
 
هغه وويل، چې د خوراکي توکو په برخه کې په شاوخوا ٦٠ سکتورونو کې فعاليت لري او افغانستان نږدې د خوراکي توکو په توليد کې پر ځان بسيا شوى دى.
 
نوموړي له اسلامي امارت وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د کابل ښار په غوره برخه کې یو ستر نندارتون پرانیزي، ترڅو هېوادوال په اسانۍ د هېواد له تولیداتو ګټه پورته کړي.
 
هغه زياته کړه، د سوداګرو يوه لويه ستونزه د برېښنا نشتوالى دى او د هېواد ډېرى فابريکې د برېښنا له کمښت سره مخ دي، چې د برېښنا نشتوالى په افغانستان کې د توليداتو د کمښت لامل کېږي.
 
نوموړي له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د قیمتي ډبرو د پلور او صادراتو لپاره دې ځانګړی بازار جوړ کړي، تر څو دغه قیمتي ډبرې هلته نړیوالو صادراتو ته چمتو او د هېواد اقتصاد وده وکړي.
 
د کابل ښاروالۍ د کلتور وزير حبيب الرحمن منصور وويل: "افغاني محصولات اوسمهال ګاونډيو هېوادونو او سيمې ته صادرېږي."
 
نوموړي ویلي چې د اسلامي امارت له ټولو سوداګرو او پانګوالو غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
باید وویل شي، چې د هېواد، زموږ تولیداتو په درې ورځني نندارتون کې لسګونه شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته د نندارتونونو د پرانستلو شمېر زیات شوی او ښاریان هم له دې کاره خوښ دي.
 
https://avapress.com/vdcd9x0xfyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته