دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 262195
د کډوالو د بهرنیو اسعارو د فعالیتونو لپاره په مشهد کې د بانک د دوو څانګو پرانستل
د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د عمومي رئیس په وینا، په دغه ولایت کې د کډوالو د بهرنیو اسعارو د فعالیتونو د اسانتیا په موخه دوی ته د بانک دوه څانګې په واک کې ورکړل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس: علي قاسمي، د خراسان رضوي د والي د دفتر د بهرنیو اتباعو او کډوالو عمومي رییس د یکشنبې په ورځ (قوس ۲۰) د ایرنا له خبریال سره په مرکه کې زیاته کړه: د ملي بانک یوه څانګه د مشهد په طلاب سیمه کي او بل یې د ښار په مرکز کې دي چې په مشهد کي د ریال او بهرنیو اسعارو خدمات په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره وړاندې کوي او د دې دوو څانګو کارمندانو په دې برخه کې اړینې زده کړې ترلاسه کړي دي.
 
هغه وويل: په مشهد ښار کې د افغان سوداګرو د فعاليتونو د اسانتيا او د بانکي کړنلارو د زده کړي په موخه په دغو څانګو کې د بهرنيو اسعارو ځانګړي خدمتونه رامنځته شوي، څو افغانانو ته خدمات وړاندې شي.
 
د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو عمومي رئیس څرګنده کړه: له دې ترتیب سره ټول افغانان کولای شي د خپلو بانکي فعالیتونو لپاره د کفالت دفترونو ته په مراجعه کولو سره د ۱۲ عددي ځانګړي کوډ لپاره غوښتنه وکړي.
 
قاسمي څرګنده کړه: د اداري او بانکي کړنلارو په همږغي سره اوس د افغانانو اقتصادي فعالیتونه د یو ځانګړي کوډ په برابرولو سره ترسره کیږي چې په بانکونو کې د فراګیر کوډ په نوم یادیږي.
 
هغه وويل: اوس په مشهد ښار کې د افغاني صرافانو په ګډون ګڼ شمېر اقتصادي فعالانو د يادو شويو بانکونو په دوو څانګو کې د بهرنيو اسعارو او ريال حسابونه پرانيستي دي.
 
ویل کیږي چې په مشهد کې د افغان اتباعو ۱۶۰۰ شرکتونه د اقتصادي فعالیت رسمي جوازونه لري.
 
په رضوي خراسان کې د افغان اقتصادي فعالانو ټولنې اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د افغان سوداګرو او شرکتونو شتمنۍ شاوخوا یو میلیارد ډالر دي.
 
د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو عمومي ریاست د اعلامیې له مخې، په دغه ولایت کې د آمایش کارتونو لرونکو ته د کار کارت په نوم ۳۰ زره کاري جوازونه ویشل شوي، چې له دې جملې څخه ۹۵ سلنه یې په اړوندو ادارو پورې اړه لري.
 
په افغانستان کې د حکومت له بدلون او د اسلامي امارت له جوړېدو مخکې د خراسان رضوي اووه میلیونه نفوس لرونکی ولایت د ۳۲۰ زره افغانانو کوربه و.
 
په روان پسرلي کې د افغانانو د سرشمیرنې له عملي کیدو وروسته په خراسان رضوي ولایت کې د میشتو افغان کډوالو په شمیر کې ۱۸۰ زره تنه اضافه شوي او اوس د هغو افغان کډوالو شمیر چې قانوني اسناد لري او د نوي ملي سرشمیرنې په پلان کې ثبت دي نیمایي ته رسیدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcaounum49ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته