دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 262241
د ملي تدارکاتو کمېسیون د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړ شو
د ملي تدارکاتو کمیسیون د اسلامي امارت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د شفافیت، اغیزمنو خدمتونو د وړاندې کولو، د تدارکاتي ستونزو د حل او د تدارکاتي چارو د تنظیم په موخه جوړ شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادی چارو مرستیال دفتر نن (قوس ۲۲) په یوه بیان کې ویلی چې د ملی تدارکاتو کمیسیون د اسلامی امارت د رهبرۍ د فرمان پر اساس جوړ شو.
 
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه کمېسیون مشري به د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه اداره د شفافیت، اغیزمنو خدمتونو د وړاندې کولو، د تدارکاتي ستونزو د حل او د تدارکاتي فعالیتونو د تنظیم په موخه جوړه شوې ده.
 
د دغه کمیسیون لومړۍ غونډه به د روان کال د قوس میاشتې په ۲۲مه جوړه شي.
 
د یادولو وړ ده چې د جمهوري ریاست په دوره کې د ملي تدارکاتو کمیسیون د اشرف غني له خوا جوړ شو چې په هغه وخت کې د ملي تدارکاتو کمیسیون په فساد تورن و.
 
https://avapress.com/vdcc0iqis2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته