دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 262371
په افغانستان کې پانګونې ته د ایراني سوداګرو لېوالتیا څرګنده کړه
یو شمېر ایراني سوداګرو د رئیس الوزرا د وزارت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ډېر ژر به په دغه هېواد کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د تولیدي فابریکو د جوړولو لومړنۍ چارې پرانیزي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت وزارت پرون چهارشنبه (قوس ۲۳) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د اسلامي امارت له یوه ګډ پلاوي سره وکتل.
 
په دې ناسته کې ایراني سوداګرو ویلي چې غواړي په افغانستان کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي او یو شمېر تولیدي فابریکې فعالې کړي.
 
دغه راز دغو ایراني سوداګرو زیاته کړه چې غواړي له افغان سوداګرو سره یو لوی شرکت جوړ کړي او په افغانستان کې د کانونو او صنعت په برخه کې پانګونه وکړي.
 
دغه پلاوي د ایران د اسلامي جمهوریت له سوداګرو څخه په دې برخه کې د اسلامي امارت د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر له دوی څخه د مننې ترڅنګ وویل چې اسلامي امارت د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو هرکلی کوي او هر ډول اسانتیاوې ورته برابروي.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې ټول پانګوال کولای شي له وېرې او اندېښنې پرته په افغانستان کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت د دوی هر ډول امنیت تضمینوي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم د افغان او ایراني سوداګرو ګډ پلاوي ته د خپلو کارونو د لا ښه پرمختګ او پراختیا په موخه اړوندو څانګو ته د لازمو ډالیو او سپارښتنو په اړه ډاډ ورکړ.
 
https://avapress.com/vdcgux9xqak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته