دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 262402
د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بیې له ثبات څخه د هرات د صرافانو او سوداګرو رضایت
په هرات ولايت کې د صرافانو د اتحاديې مشر د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د بيې د ثابتېدو خبر ورکوي او وايي، چې په دې وروستيو مياشتو کې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بيه ثابته شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د صرافانو د اتحادیې مشر غلام محمد سهرابی وایی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بیې ثبات د قناعت وړ دی.
 
هغه د هېواد له مسوولینو غوښتي چې د افغانیو د ارزښت د ساتلو لپاره دې لا ډېر کار وکړي او ملاتړ دې وکړي.
 
سهرابي زیاته کړه: د افغانستان بانک وخت په وخت یو څه ډالر په بازار کې لیلام کوي او له بازار څخه افغانۍ پیسې راټولوي او دا بهیر باید نه یوازې د هېواد په مرکز، بلکې د هېواد په زونونو په تېره بیا په لویو ولایتونو کې ترسره شي.
 
هغه همدا راز ټینګار وکړ چې دغه اقدام کولای شي د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو په ثبات کې مرسته وکړي.
 
په همدې حال کې د هرات ولايت د ملي سوداګرو له ډلې څخه سيد جان آغا رسولي هم د افغانيو د اسعارو له ثبات څخه د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وايي چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت له امله د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ثابت پاتې دى. نو سوداګر کولی شي په یاد هیواد کې په آرامۍ سره پانګونه وکړي.
 
هغه دغه راز زياته کړه: ټول سوداګر کولاى شي خپل توکي په ټاکلي نرخ په بازار کې وپلوري او هټيوال کولاى شي له کومې اندېښنې پرته خپل توکي په ټاکلي نرخ وپلوري.
 
په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې په یوه هېواد کې د بهرنیو اسعارو د نرخ ثبات د اقتصادي انفلاسیون د کموالي په ګډون ډېرې ګټې لري، چې د بازار د نرخونو انډول ساتي او مصرف کوونکي راضي کوي.
 
https://avapress.com/vdcbg5b55rhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته