دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 262485
ستانکزي له ازبکستان څخه وغوښتل چې د هېواد د برېښنا په برخه کې خپل مکلفیتونه پوره کړي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره د دغه وزارت سیاسي مرستیال د لیدنې خبر ورکړی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې شېر محمد عباس ستانکزي د ازبکستان له استازي وغوښتل، چې د برېښنا د تولید اندازه دې د دواړو هېوادونو تر منځ شوې هوکړې ته لوړه کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن سه شنبه د قوس ۲۶ مه په یوه ټوېټر پاڼه کې د ستانکزي له خولې ویلي چې د وارداتي برېښنا د نشتوالي له امله د په کابل او یو شمیر ولایتونو کې یې ستونزې راولاړې کړې دي.
 
ستانکزي له ازبکستانه غوښتي چې د برېښنا اندازه دې د دواړو هېوادونو تر منځ له شوې هوکړې سره برابره زیاته کړي.
 
داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت د وياند دمعلوماتو له مخې، ارګاشيف ياده شوې ستونزه منلې او زياته کړې يې ده، چې په دې اړه يې د ازبکستان د برېښنا له وزارت سره خبرې کړې دي.
 
د ازبکستان ځانګړي استازي ویلي، چې د دغه هېواد د برېښنا مسوولین افغانستان ته د برېښنا د صادراتو د کمښت لامل د ژمي په رارسېدو سره په ازبکستان کې د برېښنا د تولید کموالی او ځینې تخنیکي ستونزې بولي.
 
هغه وويل، چې افغانستان ته د صادراتي برېښنا اندازه په نسبي ډول لوړه شوې او د زياتوالي لپاره يې هڅې روانې دي.
 
افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه پر وارداتي برېښنا تکیه کوي.
 
په دې وروستیو کې له ازبکستان څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا پرې شوې او اوس مهال پلازمېنه کابل او ۱۱ ولایتونه د برېښنا له جدي کمښت سره مخ دي.
 
ځينې سرچينې وايي، چې د ازبکستان برېښنا د پورونو د نه ورکړې له امله پرې شوې ده.
 
څو میاشتې وړاندې افغانستان د برښنا د بیې له امله له خپلو ګاونډیو هېوادونو څخه شاوخوا سل میلیونه ډالره پوروړی و. دا څرګنده نه ده چې برشنا د دې پور څومره پیسې ورکړې. د بانکدارۍ محدودیتونه د بریښنا د تادیاتو په وړاندې یو خنډ ګڼل کیږي.
 
https://avapress.com/vdcc4iqip2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته