دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 262496
شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي وتوغول
د جنوبي کوریا پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې شمالي کوریا نن (یکشنبه، ډسمبر ۱۸) د شمالي پیونګانګ له تانګچنګري سیمې څخه د جاپان سمندرګي په لور دوه بالسټیک توغندي وتوغول.
افغان غږ خبری آژانس: د دغو دوو بالستیک توغندیو توغول درې ورځې وروسته له هغې وشول چې شمالي کوریا اعلان وکړ چې د یوې نوې ستراتیژیکې وسلې لپاره یې د "لوړ زور لرونکی سونګ ماشین" ازموینه کړې ده.
 
کارپوهان په دې باور دي چې دا انجن به شمالي کوریا ته اجازه ورکړي چې په لوړ سرعت بالستیک توغندي وتوغوي.
 
تېره اوونۍ د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون تر څارنې لاندې د سوها سپوږمکۍ د لانچ په مرکز کې وازمویل شو.
 
د جاپان کیوډو خبري اژانس راپور ورکړی چې د شمالي کوریا لخوا توغول شوي دواړه بالستیک توغندي نن د جاپان له ځانګړي اقتصادي زون څخه بهر ولویدل.
 
په تېر کال کې شمالي کوریا د یو انټرکانټیننټال بالستیک توغندي په ګډون څو توغندي ازمویلي دي، دغه توغندی امریکا ته د رسېدو وړتیا لري.
 
یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې شمالي کوریا د اټمي وسلو په وسیله کولای شي امریکا ته ورسېږي، خو ځینې نور بیا وايي چې دغه هېواد څو کاله د دا ډول وسلو له ترلاسه کولو لرې دی.
 
امریکا او جنوبي کوریا تل د شمالي کوریا سره د مقابلې لپاره ګډ تمرینونه کوي او پر پیونګ یانګ پراخ نړیوال بندیزونه لګول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdceow8wpjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته