دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 262653
مرکزي بانک: په هماغه وخت کې چې نوې پیسې بازار ته داخلیږي، زړې پیسې راټولیږي
د مرکزي بانک وياند وايي، چې د نويو پيسو د داخلېدو په وخت کې له بازارونو څخه زړې پيسې هم راټولېږي، ځکه په بازارونو کې د پيسو مديريت د مرکزي بانک يوه له مهمو دندو څخه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوری وایی: د بانکنوټونو چاپ او خپرول یو عام کار دی چې د مرکزی بانکونو له خوا ترسره کیږی. د افغانستان بانک هم دا کار د مناسبو پولي سیاستونو، بازار اړتیاوو او اسانتیاوو په پام کې نیولو سره کوي. موږ له ښاریانو څخه غوښتنه کوو چې د بانکنوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي ترڅو له وخت څخه مخکې ضایع نشي.
 
په ورته وخت کې یو شمېر پانګوال وايي، چې دا مهال دډېوډسټډ له ستونزو سره مخ دي او په بازار کې د پیسو د انتقال زیاتره برخه له ننګونو څخه پاتې ده.
 
میرویس حاجي زاده چې یو پانګوال دی وايي: "هغه نوې پیسې چې مرکزي بانک ته رسېدلي دي، باید د بازار د ترویج لپاره یې بازار پیدا کړي، څو د خلکو اندېښنې کمې شي. بانکونه هم زړې پیسې نه مني. زموږ وړاندیز دا دی چې زړې پیسې راټولې کړو او خلکو ته نوې پیسې برابرې کړو.»
 
په هېواد کې يو بل پانګوال عبدالجبار صافي وويل: "تر څو چې د افغانۍ بيه راټيټه نه شي، نوې پيسې بايد د يوه سيستم له مخې ووېشل شي."
 
له بلې خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، حکومت باید د برېښنايي بانکدارۍ په برخه کې داسې اقدامات وکړي چې د پیسو د فزیکي جریان مخه ونیول شي او د افغانۍ ارزښت لوړ شي.
 
https://avapress.com/vdcji8e8tuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته