دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 262801
ترکمنستان افغانستان ته د برېښنا د رسولو قرارداد تمدید کړ
د ترکمنستان جمهور رئیس د ترکمنستان د برېښنا شرکت ته اجازه ورکړه چې افغانستان ته د لېږل شوې برېښنا د حجم او بیې د تنظیم په خاطر قراردادونه تمدید کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي محمدوف د ترکمنستان د بریښنا دولتي شرکت ته اجازه ورکړه چې د بریښنا د حجم او بیې د تنظیمولو په موخه نور تړونونه لاسلیک کړي. له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا د لېږدولو په موخه د برشنا له دولتي شرکت سره تړونونه لاسلیک شوي.
 
ترکمنستان له څو کلونو راهیسې افغانستان ته برېښنا ورکوي. تر دې مخکې بردي محمدوف په نړيوالو او سيمه ييزو اقتصادي اړيکو کې د افغانستان ادغام تر ټولو مهمه موضوع بللې وه.
 
ترکمنستان په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ګډون یو شمېر پروژې پیل کړې دي. په دې پروژو کې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (TAPI) د ګازو نل لیکه، د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان د لوړ فشار د لېږد پروژي او له ترکمنستان څخه افغانستان ته د اورګاډي پټلۍ شامل دي
https://avapress.com/vdce7w8wzjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته