دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 262808
د سالنګ لارې تړل کېدل د تېلو بيه لوړه کړې ده
د پلازمېنې په بازارونو کې د پټرولو او ډېزل تېلو د بیې له ۷،۳ سلنه لوړېدو وروسته د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې د سالنګ تونل بندېدل د تېلو د بیو د لوړېدو لامل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - د کابل یو شمیر موټر چلوونکي د تیلو د بیو په لوړیدو نیوکه کوي او وایي چې په تیره یوه اونۍ کې د تیلو په ټانکونو کې د پټرولو بیه له ۷۰ څخه تر ۷۵ افغانیو او د ډیزلو بیه لوړه شوې ده.
 
د دغه شمېر موټر چلوونکو د څرګندونو پر بنسټ، د تېلو د بيې لوړېدو د دوى په عوايدو کې د پام وړ کموالى راوستى او دوى يواځې د خپلو موټرو د تېلو د برابرولو توان لري.
 
موټر چلوونکي ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید د نفتي توکو او خوراکي توکو د بیو د راټیټولو لپاره اقدام وکړي.
 
خو د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، چې د نړۍ په بازارونو کې د نفتي توکو بیې نه دي لوړې شوې. خو د سالنګ په تونل کې د تېلو د ټانکرونو اورېدل د دې لامل شوي، چې په بازارونو کې د نفتي توکو بيې يو څه لوړې شي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د سالنګ تونل له اتو ورځو راهیسې تړل شوی چې له امله یې د تېلو په ګډون د ټولو توکو بیې لوړې شوې دي.
 
هغه زياته کړه، چې اوسمهال ٧٠ سلنه نفتي توکي له ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان څخه واردېږي او د شمالي لويې لارې له لارې کابل ته لېږدول کېږي.
 
خو د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي چې ډېر ژر به د سون توکو بیې راټيټې شي.
 
د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې د سالنګ په تونل کې اورلګېدنه د ځينو توکو د بيې د موقتي لوړوالي لامل شوې ده.
 
هغه د سالنګ تونل د پرانيستلو اعلان وکړ او ويې ويل چې ډېر ژر به بيې بېرته عادي حالت ته راشي.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د خوراکي توکو او سونګ توکو د اړتیا وړ مواد د منځنۍ اسیا له هېوادونو، روسیې او ایران څخه واردېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې په پلازمېنه کې د تېلو د بيو له لوړېدو سره د کابل ښار په ځينو سيمو کې د شخصي موټرو کرايه هم لوړه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcbg5b5wrhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته