دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 262928
د کندهار خلک د امنیت له تامین څخه راضي دي
د کندهار خلک د جمهوري ریاست په برتله د دغه ولایت له امنیتي وضعیت څخه زیات خوښ دي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار ولسونه وايي چې په کندهار کې د اسلامي امارت له لوري له برابر شوي امنیت څخه په بشپړه توګه راضي دي او له چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دغه پروسه دوامداره وساتي.
 
دکندهار دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر مولوي امين افغان غږ خبری آژانس ته وويل چې دکندهار ښار د امنيت په رياست کې امنيتي تدابير زيات شوي دي او دکندهار خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې د امنيت په برخه کې به هيڅ ډول کمي نه وي او له خلکو يې وغوښتل چې د امنيت د تامينولو په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړئ.
 
یو له امنیتي چارواکو څخه خان محمد وايي، د خلکو د امنیت او سولې د تامین لپاره شپه او ورځ کار کوي.
 
د کندهار ښار يو تن اوسېدونکي احمد حبيبي افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې د جمهوري رياست پر مهال خلک له ګڼو امنيتي ستونزو لکه غلا، تښتونې، ترور او نورو سره مخ وو، خو د اوس لپاره د اسلامي امارت په راتګ سره خلک کولای شي په اسانۍ سره له خپلو کورنیو سره ژوند وکړي او د ورځې او شپې په هر وخت کې په ښار کې وګرځي.
 
دکندهار ولایت یو بل اوسیدونکي محمود افغان غږ خبری آژانس ته وویل: داسلامي امارت له امنیتي مسولینو څخه غوښتنه کوو چې دجمهوري ریاست په څیر د امنیت په تامین کې بې پروايي او غفلت ونه کړي.
 
https://avapress.com/vdceww8wvjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته