دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 263008
د افغانستان پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له امله له سقوط سره مخ دي
د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو اتحادیه خبرداری ورکوي چې که ښځینه محصلینو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي، د اقتصادي ستونزو له امله به ډېری پوهنتونونه وتړل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د رسنیو د څانګې مشر محمد کریم ناصري وايي چې د دغو پوهنتونونو له ۳۰ تر ۳۵ سلنه محصلین نجونې دي.
 
ناصري په دې اړه وويل: اقتصادي ستونزې زياتې شوي او اوس له ٣٠ تر ٣٥ پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که حل نه شي، ښايي وتړل شي.
 
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي چې د خصوصي پوهنتونونو پر وړاندې پراته خنډونه به لرې کړي.
 
د لوړو زده کړو وزارت وياند ضياء الله هاشمي په دې اړه وويل: هغه ستونزې چې د پوهنتونونو د خدمتونو په وړاندې خنډ ګرځي، د له منځه وړلو او د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لا زياتو اسانتياوو د رامنځته کولو هڅې روانې دي.
 
د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو اتحادیې اعلان کړی چې دا مهال په افغانستان کې ۱۴۰ پوهنتونونه او د لوړو زده کړو خصوصي موسسې فعالیت کوي چې شاوخوا ۲۰۰ زره محصلین په کې زده کړې کوي.
 
د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین هم وايي، که دا وضعیت دوام وکړي، د لوړو زده کړو ډېری موسسې به وتړل شي.
 
د مورا د تعلیمي او تحصیلي کمپلکس بنسټ ایښودونکي عزیزالله امیر هم وویل: په دغه علمي مرکز کې نارینه نه وو، که د اسلامي امارت د دغه فرمان پلي کېدل دوام ولري، د دغه مرکز دروازه به د تل لپاره وتړل شي.
 
د دعوت پوهنتون علمي مرستیال عنایت الله خلیل حمد هم وايي: پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي، خو هیله لرو چې ژر تر ژره پرانیستل شي او محصلین به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت تېره اوونۍ په ټول افغانستان کې د نجونو د زده کړې او روزنې بهير وځنډاوه. یو داسې عمل چې سخت ملي او نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.
 
https://avapress.com/vdce7x8wvjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته