دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 263075
په افغانستان کې بشري مرستي د قحطۍ مخه نیولې ده
ملګري ملتونه وايي، تېر کال د بشري مرستو لېږل په افغانستان کې د قحطۍ مخه نیولې او زیاته کړې یې ده چې که په دغه هېواد کې اړو کسانو ته بشري مرستې ونه رسېږي، نو افغانستان به له یوه ناوړه وضعیت سره مخ شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ملګري ملتونه وايي چې تېر کال د بشري مرستو په لېږلو په افغانستان کې د قحطۍ مخه نیولې ده.
 
دغه سازمان وايي، چې دا مهال په افغانستان کې میلیونونه وګړي له سخت بحران او روانې بې ثباتۍ سره مخ دي.
 
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې که په افغانستان کې اړو کسانو ته بشري مرستې ونه رسېږي، دغه هېواد به له ناوړه حالت سره مخ شي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت له حکم سره سم په افغانستان کې په داخلي او خارجي غیر دولتي ادارو کې د ښځو له کار کولو منعه شوي، په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې انسټیټیوټ، کریسچن ایډ او کیر په ګډون یو شمیر مرستندویه ادارو خپل فعالیتونه وځنډول.
 
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په دې وروستیو کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې، چې د هغې له پیل څخه یوه اونۍ کمه موده پاتې ده، په افغانستان کې به له ۲۸ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کابل ښاريانو د بشري مرستو له غير عادلانه وېش څخه شکايت کړى، دوى وايي، چې مرستندويه موسسې د مرستو د وېش په برخه کې له ټاکونکې چلنده کار اخلي.
 
https://avapress.com/vdciyparwt1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته