دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 263187
د حیرتان - مزار شریف د اورګاډي د پټلۍ مسئولیت افغانستان ته وسپارل شو
د افغانستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ د چارواکو تر منځ د شوې هوکړې له مخې د حيرتان - مزارشريف د اورګاډي پټلۍ مسئوليت افغانستان ته وسپارل شو.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د افغان پلاوی او د ازبکستان د ریل پټلۍ د چارواکو تر منځ د خبرو اترو په پایله کې، د حیرتان - مزارشریف اورګاډی د پټلۍ مسئولیت افغانستان ته وسپارل شو.
 
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه تړون له مخې به د حيرتان - مزارشريف د رېل پټلۍ مسئوليت چې له تېرو يوولسو کلونو راهيسې د ازبک شرکت "سګديانا ټرانس" له خوا پر مخ وړل کېږي د افغانستان د اورګاډي اداره د منظم مهالویش سره سم.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې هوکړې وروسته به د سوداګریزو ملکیتونو د لېږد بهیر په عادي ډول پرمخ ولاړ شي.
 
تر دې مخکې د ازبکستان د ولسمشر د دفتر ویاند "حکمت الله عبیدالله" اعلان کړی و، چې ډېر ژر به له بهرنیو پانګوالو سره د ترمز - کابل - پېښور اورګاډي پټلۍ د غځولو په اړه خبرې پیل کړي.
 
هغه دا هم وویل چې د ترمز - کابل - پېښور اورګاډي پټلۍ له لارې د ټرانسپورټ اټکل شوی حجم به د لومړي ځل لپاره تر ۳ میلیون ټنو او تر ۲۰۳۰ کال پورې هر کال ۱۵ میلیون ټنو ته لوړ شي.
 
عبيدالله د دغې پټلۍ ګټو ته په اشارې سره وويل چې د افغانستان په مرکز کې په لسګونو معدني زېرمې به په اقتصادي ډګر کې دننه شي، څه باندې پنځه ميليونه نوې دندې به رامنځته شي او د اورګاډي د ترانسپورت د کارونو په ګډون به نوې دندې رامنځته شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې ټولټال لګښت ٤،٦ ميليارده ډالره اټکل شوى او د عملي کېدو اټکل يې پنځه کاله دى. د اورګاډي نوې پټلۍ به د ازبکستان، افغانستان او پاکستان لس ښارونه سره ونښلوي او د سیمې د لوژستیکي لویې لارې به بدل شي.
 
https://avapress.com/vdcc41qim2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته