دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 263215
په جوزجان کې زرګونه هلکان او نجونې له ښوونځیو فارغې شوې
د جوزجان ولايت د پوهنې مسئولينو د دغه ولايت د دولسم ټولګيو د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې څه باندې ٤٥٠٠ تنه نارينه او ښځينه زده کوونکي له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست نن (یکشنبه، جدی ۱۱) د شبرغان ښار د ابن یمین په لېسه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د نارینه زده کوونکو فراغت ولمانځله.
 
دغه مراسم د پوهنې د رئيس، د ولايت مقام د رئيس، ديني عالمانو، استادانو، د جوزجان ولايت د پوهنې د رئيس او د هغوى د کورنيو په شتون کې ترسره شول.
 
دجوزجان ولايت دپوهنې رئيس محمد طاهر جواد په دې مراسمو کې وويل: په ١٤٠١ ښوونيز کال کې دجوزجان له مرکز او ولسواليو څخه څه دپاسه ۴۵۰۰ هلکان او نجونې له دولسم ټولګي څخه فارغ شول.
 
د جوزجان د پوهنې رئیس وايي، نن د جوزجان له بېلابېلو ښوونځیو ۵۶۴ هغو هلکانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول، چې له بېلابېلو ښوونځیو فارغ شوي وو.
 
د جوزجان ولایت یو تن دیني عالم غول الدین المبرور هم په دې مراسمو کې وویل: اسلامي امارت به د اسلامي نظام له احکامو سره سم ژر تر ژره د ښځینه طبقې پر مخ د تعلیم دروازې پرانیزي.
 
په همدې حال کې د جوزجان د ښوونځیو د دولسم ټولګیو فارغانو د ځوانانو لپاره د ښوونیزو برخو او ښو ښوونیزو پروګرامونو د برابرولو غوښتنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcezx8wnjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته