دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 263268
په بلخ کې د لرغونو اثارو د ساتنې په موخه د قوش تپې کانال لاره بدله شوه
د بلخ د قوش تپې کانال پروژې مسئولین وايي، چې د دغه کانال لاره په یوه سیمه کې د لرغونو اثارو د ساتنې په موخه ۲۰۰ مترو ته بدله شوې، خو له لویې لارې سره په یوه قوس کې نښلول شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ د قوش تپې کانال پروژې مسئول ذبیح الله امیري نن (دوشنبه، جدی ۱۲) افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د قوش تپې کانال لاره د ۷۴ تر ۸۰ پورې کیلومتره د دولت آباد او کلدار ولسوالیو ترمنځ سیمه کې له یوې تاریخي کلا سره نږدي وو خو اوس ۲۰۰ متره بدل کړی دی.
 
د هغه په ​​وينا، د دې لارې بدلون يوازې په يوه سيمه کې دى او د قوش تپې لاره بېرته له خپلې اصلي لارې سره نښلول شوې ده.
 
د غوث تېپې کانال پروژې مسئول وويل، چې د دغه کانال کار ٤٤ سلنه پرمختګ کړى او د دغه کانال په جريان کې به هېڅ ډول بدلون رامنځته نه شي.
 
د قوش تپې کانال د هېواد يو له سترو کانالونو څخه دى، چې د بلخ ولايت د کلدار ولسوالۍ له امو سيند څخه پيل او د بلخ ولايت د حيرتان، دولت آباد ولسواليو او د جوزجان د آقچې له ولسواليو څخه تېرېږي او د فارياب ولايت د اندخوى په ولسوالۍ کې پاى ته رسېږي. دغه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره پلنوالی او ۸۵ متره ژوروالی لري.
 
د دغه کانال پر جوړېدو څه باندې ٢٨٠ کيلومتره اوږدوالی ٦٠ ميليارده افغانۍ لګښت راځي، چې له ملي عوايدو څخه ورکول کېږي.
 
دا پروژه به په دریو پړاوونو کې په شپږو کلونو کې عملي شي.
 
د قوش تپې د اوبولګولو د کانال د جوړولو کار له دریو میاشتو راهیسې د ۱۲۰ شرکتونو او ۲۳۰۰ کسانو له خوا په شدت سره روان دی.
 
https://avapress.com/vdcce1qi42bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته