دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 263319
په تېرو نهو میاشتو کې له افغانستان څخه ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې له افغانستان څخه د ۵۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د حکومت د رسنیو مرکز مشر انعام الله سمنګاني په یوه ټوېټ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خولې ویلي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې؛ د ۵۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي چین، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، ایټالیا، امریکا، کاناډا، بریتانیا، استرالیا، ترکیې، سویډن، اوکراین او بلجیم ته صادر شوي دي.
 
چلغوزی د افغانستان یو له ارزښتناکو محصولاتو څخه دی چې د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه لري او په عمده توګه د هوايي دهلېز له لارې صادرېږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې سوداګر د هېواد د جلغوزیو او نورو محصولاتو د صادراتو په برخه کې د هوساینې له نشتوالي شکایت کوي او له اسلامي امارت غواړي چې د هوايي دهلېز له لارې د وچې مېوې په ځانګړې توګه جلغوزي د صادراتو لپاره ښه شرایط برابر کړي.
 
https://avapress.com/vdcjvte8huqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته