دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 263385
د پاکستان له خوا د افغان سوداګرو پر شتمنیو د سوداګریزو تعرفو لګول غیر قانوني دي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د پاکستان له لوري د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو پر مالونو د سوداګریزو تعرفو لګول د نړیوالې سوداګرۍ خلاف وبلل او له پاکستان سره یې د سوداګریزو اړیکو د ختمولو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن چهارشنبه (جدی ۱۴) د هېواد د سوداګرو او پانګوالو په حضور کې د کراچۍ په بندر کې د هېواد سوداګرو ته د رامنځته شویو ستونزو په اړه یوه خبري ناسته وکړه.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر یونس مومند وویل: "پاکستان حق نه لري چې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو له سوداګریزو ملکیتونو سوداګریزې تعرفې ولګوي."
 
هغه زیاته کړه، که پاکستان له موږ سره ښې سوداګریزې اړیکې جوړې نه کړي، اسلامي امارت یې هم باید ځواب ورکړي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې د دې ستونزې د حل لپاره دې مستقیمه مداخله وکړي، ترڅو افغان سوداګر له دې زیات اقتصادي زیان سره مخ نه شي.
 
یونس مومند زیاته کړه: موږ له ټولو هېوادونو سره اقتصادي تعاملات ترسره کوو او که کوم هېواد د افغانستان سوداګریزو ملکیتونو ته ستونزې پیدا کوي، اسلامي امارت یې هم باید ځواب ورکړي.
 
نوموړي د هېواد ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې د خوراکي توکو بيې به نه لوړېږي او هېواد ته د واردولو بديلې لارې شته.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خانجان الکوزي هم وویل: دا سمه نه ده چې پاکستان دې له نړیوالو اقتصادي قوانینو سرغړونه وکړي.
 
ده زياته کړه: شيرخان بندر، حيرتان، اګينه او نور د افغانستان مهم اقتصادي بندرونه دي، چې له دې لارې يو ميليون ټنه پاکستانۍ مېوه له سوداګريزې ماليې پرته صادرېږي.
 
خانجان الکوزي په دوام وويل: خو پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو پر تجارتي املاکو باندې د سوداګرۍ ماليه وضعه کړې ده چې په نړيوال ډګر کې د اقتصادي قوانينو خلاف عمل دی.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبري پلاوي دغه غړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت دنده ده چې د سوداګرو له ستونزو ځان خبر کړي.
 
هغه وویل، که پاکستان د کراچۍ له بندر څخه د افغان سوداګرو پر مالونو د ټرانزیټ په برخه کې لوړه سوداګریزه مالیه لرې نه کړي، نو له دې وروسته به د سوداګرو صادرات او واردات د ایران د چابهار او بندر عباس بندرونو له لارې ترسره شي.
 
هغه وویل چې د اسلامي امارت له ټولو سوداګرو غوښتنه دا ده چې پاکستاني سوداګرو ته له افغانستان څخه د صادراتو او وارداتو اجازه ورنکړي.
 
خانجان الکوزي وویل، پاکستان باید د افغان ولس د دښمنۍ پر ځای ښه ګاونډیتوب وساتي او د سیاسي لانجو له امله د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې خرابې نه کړي.
 
په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیت تړون (اپټا) تر لاسلیک وروسته پاکستان د کراچۍ، قاسم او ګوادر بندرونو له لارې د افغان مالونو د لېږد اجازه ورکړه.
 
همدا ډول افغان سوداګرو ته اجازه ورکړل شوه چې خپل مالونه د هند څو بندرونو ته انتقال کړي او په بدل کې یې پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ امتیازات ترلاسه کړل.
 
https://avapress.com/vdcc41qip2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته