دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 263412
په ننګرهار کې تر ۳۰۰ ډېرې فابریکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړل شوې دي
له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د پرې کېدو او د کورنۍ برېښنا د نشتوالي له امله د ۳۰۰ صنعتي فابریکو فعالیت بند شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ولایت د شیخ مصري په صنعتي ښارګوټي کې د یو شمېر فابریکو مسئولین وايي چې په تېره یوه میاشت کې د برېښنا د نشتوالي له امله دوی ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
 
دغه صنعتکاران زیاتوي، چې د برېښنا نشتوالي له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او په ښار کې یې زرګونه کارګران بېکاره کړي دي.
 
د ننګرهار صنعتکاران غوښتنه کوي، چې د کور دننه د برېښنا یوه برخه دوی ته ورکړل شي، څو دوی خپل صنعت پر مخ یوسي او زرګونه بې روزګاره کارګران په ارامه ژوند وکړي.
 
د برشنا شرکت مسوولین د دې ستونزې لامل له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا ځنډېدل بولي.
 
د برښنا شرکت مطبوعاتي مسوول حکمت میوندي وايي، د صنعتي فابریکو د برېښنا ستونزه هواره کړي او هڅه کوي چې ژر تر ژره دې ستونزې ته د حل لاره ومومي.
 
میوندي زیاتوي: د تړون له مخې ازبکستان نه شي کولای افغانستان ته برېښنا ورکړي او له همدې امله د افغانستان برېښنا پرې کوي، موږ هڅه کوو چې د صنعتي فابریکو لپاره د برېښنا ستونزه له کورنیو برېښنا سره حل کړو.
 
په افغانستان کې د برېښنا نشتوالي نه یوازې صنعتکارانو ته ګڼې ستونزې را ولاړې کړي دي. د دې تر څنګ خلک او دولتي او نادولتي بنسټونه هم د برېښنا د نشتوالي له امله په خپلو کارونو کې له مداخلې شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdcdfs0xxyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته