دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 263547
په ښځو باندې د محدودیتونو لګول تبعیض دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر د اسلامي امارت امر بالمعروف و نهی عن المنکر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي سره د مارکس پوتزل د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې پر ښځو وروستي بندیزونه تبعیض دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) نن (جدی ۱۸) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د دغه سازمان مرستیال مارکس پوتزل د امر بالمعروف و نهی عن المنکر له سرپرست وزیر محمد خالد حنفی سره وکتل.
 
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې "د ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستي تبعیضي ممانعتونه د ژوند ژغورنې مرستې افغانانو ته د رسېدو مخه نیسي."
 
خو د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت د دې ناستې په تړاو څه نه دي ویلي.
 
پرون د دې موسسې مرستیال د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست مولوي ندا محمد ندیم سره وکتل او ویې ویل چې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز سره به افغانستان د بحران یوه نوي پړاو ته داخل شي.
 
https://avapress.com/vdcc01qim2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته