دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 263771
له ازبکستان څخه افغانستان ته وارداتي برښنا پرې شوه
د افغانستان برښنا شرکت اعلان کړی، چې له ازبکستان څخه افغانستان ته وارداتي برښنا د تخنیکي ستونزو له امله پرې شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د برښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د برښنا دغه مزي د جمعې په ورځ د جدی په ۲۳ مه شاوخوا څلور بجې د ازبکستان په خاوره کې د تخنیکي ستونزو له امله پرې شوي دي.
 
د ازبکستان د برېښنا چارواکي وايي، هڅه کوي چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
 
په همدې حال کې د برشنا شرکت مسئولینو له تاجکستان څخه د وارداتي برېښنا ۷۵ میګاواټه مزي له کابل، کندز او تخار سره نښلولي دي، څو د برېښنا د زیاتوالي ستونزه هواره کړي.
 
په ورته وخت کې د برښنا شرکت وايي، د تره خېلو د حرارتي فابریکه د ۶۰ میګاواټه برښنا په تولید سره فعاله شوې او ډېره برخه یې د برښنا له داخلي سرچینو تولیدېږي.
 
د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې به روغتونونو او مهمو امنیتي ادارو ته او په دویم پړاو کې د استوګنې ځایونو ته برېښنا وېشل کېږي.
 
د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې برښنا شرکت اعلان وکړ، چې له تاجکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا موده د یوه بل کال لپاره غځوي.
 
https://avapress.com/vdcbzfb58rhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته