دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 263772
په افغانستان کې د سړې هوا د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د روانې اوونۍ په پای کې د افغانستان په ځینو برخو کې د تودوخې درجه منفي ۳۵ درجو ته رسېدلې او مرستندویه بنسټونه ورته خدمات وړاندې کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) پرون (جدی ۲۳) په خپل ټوېټر لیکلي چې د روانې اونۍ په پای کې د افغانستان په ځینو برخو کې د تودوخې درجه منفي ۳۵ درجې ته رسېدلې ده.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د انسجام دفتر ویلي چې مرستندویه ادارې خدمات وړاندې کوي، خو د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر کار بندیز د مرستو په وېش سخت اغېز کړی دی.
 
اوچا وویل، بسپنه ورکوونکي ژمنۍ مرستې چمتو کوي، په شمول د ژمي د سونګ توکو او کورنیو ته د ګرمو جامو ویش.
 
په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي، افغانستان د کړکېچ په حال کې دی او تر ۲۰۲۳ کال پورې به په دغه هېواد کې له ۲۸ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.
 
https://avapress.com/vdccm1qii2bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته