دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 263929
د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي ګاز پروژې پر عملي پیل ټینګار وکړ
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ټاپي ګاز پروژې له اجرایوي رئیس محمد امانوف سره په کتنه کې د دغې سترې او حیاتي پروژې پر عملي پیل ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت تېره شپه (جدی ۲۶) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ټاپي ګازو نل لیکې شرکت له اجرایوي رئیس محمد امانوف سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل، خوښ یو چې د دغې سترې او مهمې پروژې په اړه چې نه یوازې د افغانستان بلکې د درېیو نورو هېوادونو لپاره هم مهمه او حیاتي ده، خبرې کوو او د یادې پروژې د عملي کار د ژر تر ژره عملي کېدو په تمه یو.
 
د ټاپي پروژې اجرائيه رئيس د دې پروژې د عملي کېدو په برخه کې د خپل هېواد په استازيتوب له افغانستان سره د خپلو همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.
 
محمد امانوف وویل، د پروژې کار بریالی و او په راتلونکي کې هم پلانونه لرو چې پر بنسټ به یې عملي چارې ترسره کړو.
 
  دغه راز په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت، کرنې او مالدارۍ او ټاپي شرکت ترمنځ د ځمکې استملاک او د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي او ښاریانو ته د ګازو د وېش په اړه د درې اړخیز تفاهم لیک د لاسلیک په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
 
https://avapress.com/vdcgxw9xyak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته