دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 265266
د ۲۰۷ الفارق قول اردو د روزنیز کورس د فراغت مراسم؛

سرتیري باید د دښمن د توطیو په وړاندې هوښیار وي

سرتیري باید د دښمن د توطیو په وړاندې هوښیار وي
د هېواد په لوېديځ کې د ۲۰۷ الفارق قول اردو له روزنيز کورس څخه د څه باندې ۵۰۰ امنيتي سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د هرات والي د ملي اردو سرتېرو ته لارښوونه وکړه، چې د دښمنانو د توطيو په وړاندې هوښيار واوسي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات په ۲۰۷ الفارق قول اردو کې د امنیتي ځواکونو ۴۸۰ تنو منسوبینو د پنجشنبې په ورځ (دلو ۲۰) د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
 
  په دې مراسمو کې په هرات کې د ٢٠٧ اتل قول اردو قوماندان مولوي محمد ايوب خالد وويل: دغو سرتېرو د درېيو مياشتو لپاره لازمې زده کړې ترلاسه کړې او خدمت ته چمتو دي.
 
ده وويل: دغه ځواکونه د ښه امنيت د تامينولو په مقصد سرحدونو ته استول کيږي.
 
مولوي خالد دغه راز يادونه وکړه، چې اوسمهال امنيت د ډاډ وړ دى، خو د اړتيا په صورت کې به دغه ځواکونه د هېواد لوېديځو ولايتونه (فراه، غور او بادغیس ) ته به هم واستول شي.
 
د هېواد په لوېدیځ کې د الفاروق قول اردو قوماندان هم ټینګار وکړ: دغو پوځیانو له تجربه لرونکو استادانو څخه پوځی روزنه ترلاسه کړې ده.
 
په همدې حال کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار وویل: هغه ځواکونه چې د دندې د ترسره کولو لپاره ګمارل شوي باید په خپله دنده کې غفلت ونه کړي، بلکې په هر ډول حالاتو کې باید هوښیار او بیدار وي.
 
د هرات والي دغو نويو روزل شويو ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې جدي واوسي، ځکه دښمن به تل مداخله کوي او کفار به هيڅکله مسلمانان يوازې نه پرېږدي.
 
په هیواد کې د اسلامي امارت له تاسیس راهیسې دا د ۲۰۷ الفارق قول اردو څخه د امنیتي ځواکونو د فراغت دریمه دوره ده، چې تر اوسه ۱۷۰۰ تنو د نظامي زده کړو له کورسونو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdccepqie2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته