دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 265487
په ننګرهار کې پر دوه زره کورنيو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه
د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، په ننګرهار کې يې پر دوه زره اړمنو کورنيو د خوراکي توکو د مرستې د وېش لړۍ پيل کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ولایت چارواکي وايي چې په دغو مرستو کې شپږ خوراکي توکي شامل دي چې د ننګرهار په ۹ ولسوالیو کې هرې کورنۍ ته ویشل شوي دي.
 
ځايي چارواکو زياته کړې، چې د يو شمېر اسلامي هېوادونو په همکارۍ د خوراکي او نغدي مرستو ترڅنګ هڅه کوي، چې يو شمېر اړمنو کسانو ته د حرفوي او کاري زده کړو زمينه برابره کړي.
 
تر دې وړاندې هم دغه دفتر په میدان وردګو ولایت کې پر ۷۴۳ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشلي وو.
 
جمعیت هلال احمر افغاني د دغو مرستو په اړه په داسې حال کې خبر ورکوي، چې تر دې وړاندې یې په نورستان، لغمان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پر زرګونو کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هلال سرې ټولنې ترڅنګ په هېواد کې نورې کورنۍ او بهرنۍ مرستندويه موسسې هم له اړمنو سره د مرستې په موخه کار کوي.
 
https://avapress.com/vdch6mniq23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته