دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 265722
په جوزجان کې د امو سیند د څنډو د پیاوړتیا کار پیل شو
د جوزجان سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د کورونو او کرنیزو ځمکو د تخریب د مخنیوي په موخه د امو سیند د څنډو د پیاوړتیا د پیل اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د دې پروژې کار د اوبو او انرژی د وزیر مجیب الرحمن عمر، د جوزجان د والي محمد اسماعیل راسخ، د دولتي ادارو د رئیسانو، د قرقین ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو په حضور کې نن یکشنبه (دلوې ۳۰) شو.
 
د جوزجان والي محمد اسماعیل راسخ په خپلو خبرو کې وویل: "زموږ له خلکو سره د ژمنو له مخې، نن یوه ستره بنسټیزه پروژه چې د امو بحیرې په څنډو کې د زرګونو کورونو د ویجاړیدو مخه نیسي، د بنسټ ډبره کېښودل شي.
 
دغه راز د هېواد د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو لګولو مرستيال مجيب الرحمن عمر هم وويل چې د جوزجان په ولايت کې د امو سیند په څنډو کې د ١٤ زيانمنو نقطو د پياوړتيا لپاره د دغې پروژې کار د دوه میلیارده افغانیو په لګښت د بودیجې له مفصلې سروې وروسته اسلامي امارت پیل کړی دی.
 
په همدې حال کې د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي سيف الدين معتصم هم وويل: دغه پروژه د قرقين ولسوالۍ د خلکو له هيلو او وړانديزونو سره سم پلې شوې ده او لګښت يې د اسلامي امارت له بوديجې ورکول کیږي.
 
له بلې خوا د جوزجان ولايت د قرقين ولسوالۍ اوسېدونکي چې هر کال د امو سیند د سېلابونو له امله په سلګونو د استوګنې کورونه او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه له لاسه ورکوي، د دې پروژې د پلي کېدو هرکلى کوي او د لا زياتو پروژو پر پلي کېدو ټينګار کوي.
 
https://avapress.com/vdcj8ie88uqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته