دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 265790
په کندز کې د آمو سیند د څنډو د پیاوړتیا کار پیل شو
د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو د تخریب د مخنیوي په موخه د انرژۍ او اوبو وزارت له خوا د آمو بحیرې د څنډو د پیاوړتیا پروژه پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: له بلخ، تخار او جوزجان وروسته دا ځل په کندز کې هم د آمو سیند د څنډو د پیاوړتیا کار پیل شوی دی.
 
د کندز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مطیع الله روحاني نن دوشنبه (حوت ۱) افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د آمو سیند د څنډو د پیاوړتیا کار نن په امام صاحب ولسوالۍ کې د مجیب الرحمن عمر اخندزاده، د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال په حضور کې پرانیستل شو.
 
د هغه په ​​وينا، دغه کار د امام صاحب او قلعه ذال ولسواليو کې د آمو سيند ته څېرمه په زيانمنو سيمو کې ځاى پر ځاى شي، چې په ترڅ کې به يې سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
 
په ورته وخت کې د کندز ښاریان په ځانګړې توګه هغه کسان چې د آمو سیند په څنډو کې ژوند کوي د دې سیند په څنډو کې د قلعه بندۍ د کار له پیلېدو خوښ دي او وايي چې تر دې وړاندې یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړې وه. هر کال به ځمکې د بحر په څنډه بدلېدې، خو اوس به د اسلامي امارت په دې اقدام سره دا ستونزه هواره شي.
 
اوس مهال اسلامي امارت د جوزجان، بلخ، تخار او کندز ولایتونو په مربوطاتو کې د آمو سیند په څنډو کې د ۱۴ زیانمنو نقطو د سمدستي پیاوړتیا لپاره د دوه میلیارد افغانیو په لګښت کار پیل کړی دی.
 
https://avapress.com/vdceon8w7jh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته