دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 265850
په هېواد کې به پر ۱۱ بنسټیزو پروژو کار پیل شي
د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستيال وايي، چې د اقتصادي کمېسيون د پرېکړې پر بنسټ به پر ۱۱ بنسټيزو پروژو کار پيل شي، چې په ۱۴۰۲ کال پراختيايي بوديجه څخه په کار پر شروع شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال دفتر نن سه شنبه (کب ۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د زیربنایي پروژو نیمګړتیاوې به ډېر ژر پیل شي.
 
د پروژي عبارت دي له: د کمال خان بند، د شاه او عروس بند، د پاشدان بند پروژه، د کابل - لوګر دویم سړک، د تخار - ورسج سړک، د خوست او تخار هوايي ډګر، د قلعه نو ښار د اوبو رسولو او د بادغیس بند، د مزار شریف د پله ډیک د څښاک اوبه، د شبرغان د څښاک اوبه د بېلابېلو ولایتونو په ۱۴ ښارګوټو کې د اوبو رسولو پروژه او د علي آباد په روغتون کې د سرطان د درملنې د یو مرکز د جوړولو پروژه.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د حکومت د ۱۴۰۱ لمریز کال بودجه د لومړي ځل لپاره د هیواد له داخلي عوایدو څخه تصویب شوه.
 
https://avapress.com/vdcbssb5grhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته