دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 265937
د پاسپورټونو د ویش بهیر به د کب په لسمه په ټول افغانستان کې پیل شي
د پاسپورتونو د عمومي ریاست چارواکي د راتلونکې اوونۍ د کب له ۱۰مې په هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر د پیلېدو خبر ورکوي او وايي چې دغه اداره په دې برخه کې هم له اداري فساد سره په مبارزه کې جدي ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاسپورت ریاست عمومی رئیس مولوی عبدالکریم حسیب نن (پنجشنبه، کب ۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبری ناسته کې وویل: د اسلامی امارت تګلاره د اسانتیاوو د برابرولو او د هېوادوالو د ستونزو د هواري په موخه د همدې تګلارې پر بنسټ هڅه مو وکړه چې د روان کال د کب میاشتې له لسمې نېټې څخه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړو.
 
د پاسپورت عمومي رئیس زیاته کړه، په تېر یوه کال کې له فساد سره د مبارزې، د جعل کارۍ د مخنیوي په برخه کې جدي هڅې شوي او په تېرو شپږو میاشتو کې د فساد سره د مبارزې د کمېسیون له خوا ۱۵۰ کسان د فساد په تور نیول شوي او محکمې ته استول شوي دي.
 
عبدالکریم حسیب دغه راز زیاته کړه، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر بند شوی، خو دغه ریاست محصلینو، ناروغانو، سوداګرو او د حج او عمرې په حاجیانو پاسپورټونه وېشلي دي.
 
د دې ادارې مسوولین زیاتوي، چې د چټکو، شفافو او د ډاډ وړ خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې د دې ادارې مرکزي او ولایتي دفترونه بشپړ او مجهز کړي دي.
 
د پاسپورت ریاست مسوولین وايي، چې د افغان پوستې له شرکت سره د تفاهم لیک په لاسلیکولو سره په مرکزي دفتر کې د تذکرې د تصدیق دفتر جوړول، د انلاین فورمې جوړول، د الکترونیکي بانکدارۍ د تعرفې سیستم جوړول، د دغه سیستم پراختیا او پیاوړتیا او د مراجعینو د تنظیم او د اسنادو د پروسې په ترڅ کې هېوادوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
 
د روان کال په میزان مياشت کې د پاسپورټونو د وېش عادي بهير د تخنيکي ستونزو له امله ودرول شو.
 
باید وویل شي، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر ځنډېدلو افغانانو ته له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
https://avapress.com/vdchxmniq23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته