دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 266142
صهيونيسټي رژيم د استشهادی عملياتو عاملين اعداموي
د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د استشهادی عملیاتو د عاملینو د اعدامولو د قانون له طرحې سره موافقه وکړه .
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر«بنیامین نتانیاهو» د استشهادی عملیاتو د عاملینو د اعدامولو د قانون له طرحې سره موافقه وکړه.
 
د الجزیرې په وینا، نتانیاهو وویل: "د وزیرانو په کمیټه کې، موږ د اعدام د سزا د قانون له مسودې سره موافقه وکړه."
 
د دغه قانون مسوده د صهيونېسټ رژيم د ملي امنيت د مشر ايټمار بن ګير لخوا چمتو شوې ده.
 
بن ګیر او نتانیاهو په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې "د دې قانون له مخې، محکمه حق لري هغه کسان چې د اسراییلي اتباعو په وړاندې قتل عام کړي په اعدام محکوم کړي."
 
د دغه قانون له مسودې سره د صهيونېسټ رژيم موافقه په داسې حال کښې کېږي چې د نابلس په جنوب کښې د حواره ښار په مرکز کښې پرون د يکشنبې په ورځ د استشهادی په عملياتو کښې دوه صهيونېسټان ووژل شول.
 
دا په داسې حال کښې دی چې د تیرې چهارشنبې په ورځ هم د نابلس ښار په زاړه ګاونډ باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو په حملې کښې ۱۱ کسان شهیدان او ۱۰۲ نور ژوبل شول.
 
https://avapress.com/vdcgt39xxak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته