دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 266277
ملګرو ملتونو د داعش د ځپلو او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت د هڅو هرکلی وکړ
د ملګرو ملتو د مرکچي پلاوي مرستیال مارکس پوتزل د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره په کتنه کې د داعش په ځپلو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اداري فساد په مخنیوي کې د دغه وزارت د رهبرۍ د هڅو ستاینه او هرکلی وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت تیره شپه (سه شنبه، د کب ۹ مه) یو خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغه وزارت مشرتابه د ملګرو ملتونو سازمان له مرستیال مارکس پوتزل سره وکتل.
 
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري په دې غونډه کې ومنله چې امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه د افغانستان ملي پولیس د یوناما د ټولو دفترونو، سفارتونو او نورو بهرنیو بنسټونو امنیت خپل لومړیتوب ګڼي.
 
د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي ډاډ ورکړی، چې ټولې بهرنۍ ادارې چې غواړي له اسلامي امارت سره همکاري وکړي، کولای شي په ډاډمنه فضا کې دې همکارۍ ته دوام ورکړي.
 
خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست مولوي زین الله عابر هم ویلي، چې نړیواله ټولنه باید له نشه یي توکو سره د مبارزې، د داعش په ځپلو او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې او لاسته راوړنې له پامه ونه غورځوي.
 
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د مرکچي پلاوي مرستیال مارکس پوتزل هم په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې دغه سازمان د داعش د ځپلو په برخه کې د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت له کلکو هڅو او لاسته راوړنو خبر دی. د نشه یي توکو او اداري فساد پر وړاندې مبارزه او همدارنګه د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په برخه کې د دغو هڅو ستاینه او هرکلی کوي.
 
پوتزل دغه راز هیله څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه سره منظمې ناستې ولري.
 
https://avapress.com/vdcfevd0ew6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته